دلته بدله د وفا Poem by Johar Khalil

دلته بدله د وفا

د برصغیر د مشهور اردو/هندی پخوانی فلم *جُګنو* چه په 1947 کښ جوړ شوې وو،د مشهورې سندرې *یہاں بدلہ وفا کا،بے وفاٸ کے سیوا کیا ہے* پښتو ترجمې هڅه م کړې ده چه د اردو نامتو شاعر تنویر نقوی اردو کښ لیکلې وه او محمد رفیع او نورجهان وںُیلې وه۔
دا سندره ټولو پښتنو ته د ډالۍ وی۔

دلته بدله د وفا..........

*************************************
دلته بدله د وفا ،بیوفایۍ نه سیوا ،وایه چه نُوره څهُ ده
مینه م هم اوکړله،په محبت کښ خو هم،ګُوره ښکاره دُوکه ده
کله قرار وی پکښې،کله غمونه وینم،څهُ عجیبه قیصه ده
داسې دنیا بدلیږی،څهُ ې نامه ښکاریږی،دا د دنیا نقشه ده
فریاذ کَولې نشم،دا مجبوری ده زما،دا مجبوره ده زما
بے قراری د مںُین، کله لیدلې د چا،لیک په اُوبو وعده ده
د ارمانونو سره،زړهُ کښ م ستا خبرو،چه اباد کړې وو کور
چه هغه ورځې راشی،زړګې م خلې له راشی،سوې زما اینه ده
هغه وختونه هیر کړه،چه م خپل کړې وې تهُ،چه م خپل کړې وې تهُ
بس هغه هر څهُ هیر کړه،ستا د الفت لوظونو،چه ځپل کړې مې تهُ
هیر کړه اوس هغه قسم،ما له چه تا راکړې،ماله چه تا راکړې
هغه قسم هم هیر کړه،کوم چه وو تا خوَړلې،کوم چه وو تا خوَړلې
تهُ ې له زړهُ هیر کړه اوس،چه دی پخوا تیر شوی،هغه رنګین وختونه
اَوُ هیراوه ې بس دې،او هیراوه ې بس دې،ساده قیصې عشقونه
د تمنا کلی کښ،ډیره رښتیا تیارهُ،ډیره رښتیا تیارهُ ده
چا ته زهُ خپل اُووایم،چاته زهُ خپل اُووایم،رانه دَ خپل پرده ده
جوهر خلیل۔۔18.11.2023

دلته بدله د وفا
POET'S NOTES ABOUT THE POEM
In the famous Urdu/Hindi movie of the subcontinent, Jugno, which was made in 1947, the famous song Yehan Badla Wafa Ka, Be Wafai Ke Siva Kya Hai, has been translated into Pashto by the famous Urdu poet Tanveer Naqvi. It was written by Muhammad Rafi and Nur Jahan. This song is a gift to all Pashtuns.
COMMENTS OF THE POEM
READ THIS POEM IN OTHER LANGUAGES
Close
Error Success